په افغانستان کې د ښوونځیو د بیارغونې دوام؛ بدخشان ولايت کې نږدې د نيم مېليون افغانيو په لګښت د يو باب ښوونځي ودانۍ ترميم شوه

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت په بدخشان ولایت کې د نږدې نیم میلیون افغانیو په لګښت د یوه ښوونځي د بیارغاونې خبر اعلان وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له مخي، د افغانستان د سرپرست حکومت د پوهنې وزارت چارواکو نن یکشنبه د لړم ۲۶ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د بدخشان ولایت وردوج ولسوالۍ اړوند د واثق شهید عالي لېسې ودانۍ د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۴۵۵زره ۶۴۸ افغانیو په لګښت ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

 د بدخشان د پوهنې وزارت د مسوولینو په وینا، دغه ښوونځی ۱۶ درسي او ۸ اداري خونې لري، چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه یې د بیارغونې چارې پای ته ورسېدې او زده کوونکو لپاره یې د زده کړو خوندي چاپېریال برابر شو.

 د سيمې خلکو د دغه ښوونځي له بيارغونې خوښي څرګنده او د پوهنې له وزارت څخه يې د هېواد بچیانو د زده کړې لپاره د مناسب چاپېريال د برابرولو له امله مننه وکړه.

 د ایرنا په وینا، د افغانستان د پوهنې وزارت په تېرو شپږو میاشتو کې په ټول هېواد کې ۱۲۷ ښوونځي جوړ کړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .